Quantcast
Channel: تقویتي نوملیکنه –آریانا نیوز
Viewing all articles
Browse latest Browse all 7

د رای ورکوونکیو له نوملړه ۴۰۰ زره خیالي کسان حذف شوي

$
0
0

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د رای ورکوونکیو له نوملړه د ۴۰۰ زره خیالي رای ورکوونکیو نومونه وېستل شوي او ژر به د سرشمېرنې مرکزي اداره د اصلي او خیالي رای ورکوونکیو نوملړ په ډاګه کړي.

مخکې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي وه، چې نږدې نهه اعشاریه پېنځه میلیون رای ورکوونکي ثبت شوي دي، چې له دې ډلې څلور سوه زره خیالي تشخیص او حذف شوي دي.

د سرشمېرنې مرکزي اداره د رای ورکوونکیو نوملړ څېړي، چې خیالي او اصلي رای ورکونکي بېل کړي؛ خو تر اوسه روښانه نده، چې د رای ورکوونکیو  بشپړ شمېر کله اعلانیږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د درالانشا مشر عبدالرحمان ننګ وايي، چې د تقویتي او غزني د نوملیکنې لړلیک بشپړ شوی؛ اوس په داسې یو پړاو کې یو، چې هغه پر برخو وېشو، کارونه مو بشپړ شوي او یوازې وروستی شمېر په ډاګه کول پاتې دي او هغه به هم ډېر ژر خپور شي. مونږ ۴۰۰ زره رای ورکوونکي حذف کړي دي.            

ټاکنڅاری داوود علي نجفي وایي، چې نږدې پېنځه میلیون رای ورکوونکي خیالي دي او کمیسیون نشي کولی هغوی له اصلي رای ورکوونکیو بېل کړي. څه، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلیو لپاره ستر دلیل پاتې کیږي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي قاسم الیاسي وایي، لسګونه شکایتونه د رای ورکوونکیو د نوملیکنې پر مهال ور سره ثبت شوي دي.

د ولسمشرۍ ټاکنې ټاکل شوې د تلې پر ۶ تر سره شي. دا هغه ټاکنې دي، چې تر اوسه کميسیون ندی توانیدلی د ټولو نوماندانو باورپرې پیدا کړي. ځینې نوماندانو؛ خو ان له ټاکنو سره د پرېکون ګواښ کړی دی.

خبریال: باعث حیات

The post د رای ورکوونکیو له نوملړه ۴۰۰ زره خیالي کسان حذف شوي first appeared on آریانا نیوز .


Viewing all articles
Browse latest Browse all 7